IQNA

د ختیځ پیژاندو  په څیړنو کې د قرآن تفسیر» کتاب خپرېدل

12:10 - May 17, 2026
د خبر لمبر: 3492782
ایکنا -د «مستشرقینو په څیړنو کې د قرآن تفسیر» کتاب د کربلا په مقدسه عباسي حرم کې د فکري او کلتوري چارو د څانګې له خوا خپور شو.

د ایکنا د راپور له مخې، چې له «الکفیل» څخه یې نقل شوی، په دې کتاب کې د ختیځ پیژندونکو (مستشرقینو) د قرآن د متن په تفسیر او قرائت کې د مداخلت او تحلیل مطالعه شوې ده.

دغه اثر د  عباسي مقدس حرم له تازه خپرونو څخه دی، چې د شیخ حسین الزین په لیکنې او په عربي ژبه کې ترتیب شوی دی.

د استراتیژیکو اسلامي څیړنو د مرکز مشر، سید هاشم المیلاني،  چې د عباسي حرم د فکري او کلتوري چارو د څانګې پورې اړه لري، وویل: «دغه کتاب هغه سرچینې تحلیل او ارزوي چې مستشرقینو د قرآن متن په تفسیر کې پکې مداخلت کړې، او دا سرچینې په انتقادي او علمي ډول څېړل شوي دي.

د دې کتاب خپرېدل د استراتیژیکو اسلامي څیړنو د مرکز د هڅو په چوکاټ کې راځي، څو هغه څېړنې او تحقیقونه به خپاره کړي چې د فکري او قرآني پوهې د پیاوړتیا، او د علمي او پوهنتوني هڅو ملاتړ لپاره مهم رول لري.

دا مرکز مخکې هم د «ترجمه القرآن عند المستشرقين؛ مقاربات نقدية» یعني (د قرآن ژباړه د ختیځ پیژندونکو په نظر؛ کرکتونکي لیډونه) په نامې سره  ئې  کتاب خپور کړی و.

په دې اثر کې د عربی نړۍ او اسلامي نړۍ ځینو متخصصو څېړونکو همکاري کړې ده. په کتاب کې د اروپا د مهمو قرآن ژباړو کرکتونکو لیکنې هم  شاملې دي. د هغوی د محتوائي، فني او د سټایل  کمزوریو ته اشاره کوي او  د تېروتنو د سمون لپاره سپارښتنې وړاندې کوي.

همدارنګه، کتاب د قرآن د ژباړې لپاره داسې اصول او معیارونه وړاندې کوي چې د وحی کلام تقدس، ځانګړتیاوې، معجزې او تبلیغي ځانګړتیاوې وساتي.

https://iqna.ir/fa/news/4352420

captcha